کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۲۵ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د بادغیس د عامې روغتیا ریاست مسوولین په دغه ولایت کې د انتانی ناروغیو د ۲۰ بستریز روغتون د پرانیستلو خبر ورکوی.
د یاد روغتون د پرانیستلو په مراسمو کې د دغه ولایت د عامې روغتیا ریاست مرستیال ډاکتر عجب خان وویل، دغه روغتون چې د کرونا روغتون پر ځای پرانیستل شو، د ټولو ساری ناروغیو (کرونا، نری رنځ، شری) او نورو ناروغیو درملنه په کې کیږی.
د دغه ولایت والی ویلی، چې سرپرست افغان حکومت هڅه کوی، خلکو ته معیاری روغتیایی خدمتونه وړاندې کړی.
نوموړی د یاد روغتون له ډاکترانو او نرسانو وغوښتل، چې خلکو ته په صادقانه ډول روغتیایی خدمتونه وړاندې کړی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ