کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ ۴ نېټه):
د راپورونو له مخې د بادغیس کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولینو په یاد ولایت کې پر ۱۰ هکتاره ځمکې د پستې بڼونو د جوړېدو چارې پیل کړی.
د راپور پر بنسټ، د بادغیس کرنې، اوبو لګولو اومالدارۍ ریاست د طبیعی منابعو آمریت د خپلو پخوانیو فعالیتونو په دوام او د اهدا دفتر په مرسته د یاد ولایت په ابکمری ولسوالۍ کې ۱۰ هکټاره ځمکه باندې د پستې ځنګل د رغولو چارې پیل کړې.
مسوولینو ویلی، چې په دې برخه کې د ۴ مترو په اوږدوالی، د ۷۰ مترو په سور او د ۴۰ سانتی مترو په ژورتیا د ۲۵۰۰ ترنج د کیندلو چارې او د پستې تخمونه کرل کیږی.
د دوی په وینا د دغو چارو د پیل سره سلګونه کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ