کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۱۳ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د بې سرحده ډاکټرانو ټولنه د بامیانو په دریو ولسوالیو کې په اته روغتیایی مرکزونو کې درې_درې نوې خونې جوړوی.
د خبر پر بنسټ په بامیانو کې د بې سرحده ډاکټرانو ادارې نوې مسوولې کریسټیل د دغه ولایت له والی سره کتنه کې ویلی، چې د خلکو روغتیایی اړتیاوو او د دغو روغتیایی مرکزونو د څانګو د کمښت پر بنسټ، د سیغان، شیبر او لومړی نمبر یکاولنګ ولسوالیو په روغتیایی مرکزونو کې د یو لک امریکایی ډالرو په لګښت په هر مرکز کې درې_درې نوې خونې جوړوی
د کریسټیل په وینا، دا څانګې به په دریو اونیو کې د فعالیت لپاره چمتو شی.
ورته مهال د بامیانو والی په دې کتنه کې ویلی، چې دوى هڅه کوی د دغه ولایت په کچه د بنسټونو د بشردوستانه فعالیتونو په باب هېڅ ډول اندېښنه رامنځته نه شی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ