بامیانو کې د درنې واورې اورېدو له امله عمومی لارې تړل شوی

کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومی / جدی ۳۰ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د بامیانو ولایت ځایی چارواکو خبر ورکړی، چې په دغه ولایت کې د درنې واورې اورېدو له امله د کابل – بامیان لویه لار او د بامیان – غور او بامیان – دایکندی لارې د تګ‌ – راتګ پرمخ تړل شوې دی.

ځایی مسوولینو زیاته کړې، چې د غور پر لار شاتو کوتل او له دایکندی سره پر پوله قوناق کوتل هم د واورې اورېدو له امله بند شوی دی.

تر دې وړاندې په دایکندی کې د والی رسنیز دفتر هم په یوې خبرپاڼې کې ویلی وو، چې د درنې واورې اورېدو له امله د بامیان – دایکندی لار په قوناق کوتل کې د تګ‌ – راتګ پرمخ بنده شوې ده.

د یادولو وړ ده، چې نن هم د هېواد په ۲۹ ولایتونو کې د درنو اورښتونو وړاندوینه شوې ده.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.