معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / بامیانو کې د سربو او جستو کان د استخراج تړون لاسلیک شو

بامیانو کې د سربو او جستو کان د استخراج تړون لاسلیک شو

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویي ۲۱ نېټه):
د راپورونو له مخې د کانونو او پټرولیم وزارت ويلي، چې په بامیانو کې د سربو او جستو کان د استخراج تړون یې د افغان دراني کان کیندنې او پروسېس له شرکت سره لاسلیک کړی دی.
د خبر له مخې، د بامیانو د اول نمبر یکاولنګ ولسوالۍ د ګنده کوتل ساحې د سربو او جستو کان د استخراج تړون د کانونو او پټرولیم وزارت د سرپرست مولوي شهاب الدین دلاور له لوري د افغان دراني کان کیندنې او پروسس شرکت له رییس سره لاسلیک شو.
دغه قرارداد د پنځو کلونو لپاره د افغان دراني کان کیندنې او پروسس شرکت ته ورکړل شوی دی.
د دې تړون د لاسلیک د شرایطو په اړه تر دې ډېر جزیات له رسنیو سره نه دي شریک شوي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس