کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویی ۲۱ نېټه):
د راپورونو له مخې د کانونو او پټرولیم وزارت ویلی، چې په بامیانو کې د سربو او جستو کان د استخراج تړون یې د افغان درانی کان کیندنې او پروسېس له شرکت سره لاسلیک کړی دی.
د خبر له مخې، د بامیانو د اول نمبر یکاولنګ ولسوالۍ د ګنده کوتل ساحې د سربو او جستو کان د استخراج تړون د کانونو او پټرولیم وزارت د سرپرست مولوی شهاب الدین دلاور له لوری د افغان درانی کان کیندنې او پروسس شرکت له رییس سره لاسلیک شو.
دغه قرارداد د پنځو کلونو لپاره د افغان درانی کان کیندنې او پروسس شرکت ته ورکړل شوی دی.
د دې تړون د لاسلیک د شرایطو په اړه تر دې ډېر جزیات له رسنیو سره نه دی شریک شوی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ