معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / بامیانو کې د سمڅو اوسېدونکو ته د استوګنې سل کورونه جوړیږي

بامیانو کې د سمڅو اوسېدونکو ته د استوګنې سل کورونه جوړیږي

کابل-ګهیځ نیوز(د جوزا ۹مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کور او ښار جوړولو سرپرست وزیر د ایټالیا هېواد د فلورانس پوهنتون له رییسې مریلا لودا سره کتلي دي.

د خبر پر بنسټ په دې کتنه کې د بامیان ولایت د خلکو د ښاري ژوند په اړه خبرې شوې دي.

مریلا لودا په دغه کتنه کې ویلي، غواړي په بامیان ولایت کې دوه پروژې پلي کړي، چې لګښت یې درې سوه زره ډالر کېږي او د ایټالیا هېواد له لوري ورکول کیږي.

نوموړې زیاته کړې، چې د یادو پروژو لپاره يې پلانونه ترتیب کړي او د بیاکتنې او عملي کېدو په برخه کې یې د کور او ښار جوړولو وزارت مرستې او همکارۍ ته اړتیا لري.

هغې همدارنګه ویلي، غواړي په بامیانو کې په سمڅو کې د اوسېدونکو کورنیو لپاره سل کورونه جوړ کړي او د یاد ولایت د زرګرانو سیمې لپاره یې د بهسازۍ پلان ترتیب کړی، چې په عملي کولو سره به یې د یادې سیمې وضعیت کې ښه والی راشي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس