بامیانو کې د سمڅو اوسېدونکو ته د استوګنې سل کورونه جوړیږی

کابل-ګهیځ نیوز(د جوزا ۹مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کور او ښار جوړولو سرپرست وزیر د ایټالیا هېواد د فلورانس پوهنتون له رییسې مریلا لودا سره کتلی دی.

د خبر پر بنسټ په دې کتنه کې د بامیان ولایت د خلکو د ښاری ژوند په اړه خبرې شوې دی.

مریلا لودا په دغه کتنه کې ویلی، غواړی په بامیان ولایت کې دوه پروژې پلی کړی، چې لګښت یې درې سوه زره ډالر کېږی او د ایټالیا هېواد له لوری ورکول کیږی.

نوموړې زیاته کړې، چې د یادو پروژو لپاره یې پلانونه ترتیب کړی او د بیاکتنې او عملی کېدو په برخه کې یې د کور او ښار جوړولو وزارت مرستې او همکارۍ ته اړتیا لری.

هغې همدارنګه ویلی، غواړی په بامیانو کې په سمڅو کې د اوسېدونکو کورنیو لپاره سل کورونه جوړ کړی او د یاد ولایت د زرګرانو سیمې لپاره یې د بهسازۍ پلان ترتیب کړی، چې په عملی کولو سره به یې د یادې سیمې وضعیت کې ښه والی راشی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.