کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۱۸ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د بامیان ولایت ځایی چارواکو ویلی، چې د دغه ولایت په سیغان ولسوالۍ کې د ډبرو سکرو دوه کان کیندونکی مړه شوی.
د خبر پر بنسټ دغه پېښه د یادې ولسوالۍ په خواجه ګنج کلی کې رامنځته شوې ده.
د ځایی مسوولینو په خبره دغه کسان د ګازو د لګېدو له امله مړه شوی دی.
تېره ورځ د بدخشان په راغستان ولسوالۍ کې د سرو زرو د یوه کان د نړېدو له امله هم د یوه کارګر د مړه کېدو خبر ورکړل شوی و.
تر دې وړاندې هم په بېلابېلو ولایتونو کې د ګاز ډبې چاودنې او د کانونو نړېدو تل د ګڼو کارګرانو ژوند اخیستى دى.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ