معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / بامیانو کې د ښځو د اقتصادي وضعیت د پیاوړتیا لپاره یوه پروژه پیل شوه

بامیانو کې د ښځو د اقتصادي وضعیت د پیاوړتیا لپاره یوه پروژه پیل شوه

کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولي ۱۷مه نېټه):
د راپورونو له مخې د کور او ښار جوړولو وزارت وايي، چې په بامیانو ولایت کې د کورنیو او په ځانګړې توګه د مېرمنو د اقتصادي وضعیت پیاوړتیا په موخه د کورني بڼ په نوم د یوې ټولګټې پروژې د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
د چارواکو په خبره، یاده پروژه په ۹ جرېبه ځمکه کې د ۵۶ میلیونه افغانیو په ارزښت جوړیږي، چې یوه برخه کې به یې د مسلکي زده‌ کړو لپاره اووه ښوونیز ټولګي او بله کې به یې ۲۰ د لاسي صنایعو هټۍ او د مېرمنو لپاره یو رسټورانټ جوړ شي.
دوی زیاتوي، چې په دې پروژه کې به د ښځو لپاره د مسلکي او کوچنیو سوداگریو د زده‌ کړو زمینه هم برابره شي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس