کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولی ۱۷مه نېټه):
د راپورونو له مخې د کور او ښار جوړولو وزارت وایی، چې په بامیانو ولایت کې د کورنیو او په ځانګړې توګه د مېرمنو د اقتصادی وضعیت پیاوړتیا په موخه د کورنی بڼ په نوم د یوې ټولګټې پروژې د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
د چارواکو په خبره، یاده پروژه په ۹ جرېبه ځمکه کې د ۵۶ میلیونه افغانیو په ارزښت جوړیږی، چې یوه برخه کې به یې د مسلکی زده کړو لپاره اووه ښوونیز ټولګی او بله کې به یې ۲۰ د لاسی صنایعو هټۍ او د مېرمنو لپاره یو رسټورانټ جوړ شی.
دوی زیاتوی، چې په دې پروژه کې به د ښځو لپاره د مسلکی او کوچنیو سوداگریو د زده کړو زمینه هم برابره شی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ