کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ ۱۳ نېټه):
د راپورونو له مخې د بامیانو ولایتي چارواکو رسنیو ته ويلي، چې دغه ولایت کې یې د ښځو لپاره ځانګړی سوداګریز، تفریحي او فرهنګي مرکز پرانیستی دی.
د راپورونو پر بنسټ، د بامیانو ولایتي ادارې ویلي، چې دا مرکز د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ UNHCR په مالي لګښت مرکز ته نږدې د عیسی خان دښتې په نوم سیمه کې جوړ شوی دی.
د دوی په خبره یاد مرکز د فامیلي بڼ په نوم یادیږي او د حرفوي زده کړو یوه څانګه، هټۍ، رستورانت، یو لوی سالون، شنه ساحه او د تفریحي پارک درلودونکی دی.
د مېرمنو لپاره دا مرکز په داسې مهال پرانیستل کیږي، چې د اوسني سرپرست افغان حکومت له راتلو سره سم نړیوالو د ښځو حقونو د نقض په تړاو چارواکو باندې نیوکې او فشارونه زیات کړي دي.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/