کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ ۱۳ نېټه):
د راپورونو له مخې د بامیانو ولایتی چارواکو رسنیو ته ویلی، چې دغه ولایت کې یې د ښځو لپاره ځانګړی سوداګریز، تفریحی او فرهنګی مرکز پرانیستی دی.
د راپورونو پر بنسټ، د بامیانو ولایتی ادارې ویلی، چې دا مرکز د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالی کمېشنرۍ UNHCR په مالی لګښت مرکز ته نږدې د عیسی خان دښتې په نوم سیمه کې جوړ شوی دی.
د دوی په خبره یاد مرکز د فامیلی بڼ په نوم یادیږی او د حرفوی زده کړو یوه څانګه، هټۍ، رستورانت، یو لوی سالون، شنه ساحه او د تفریحی پارک درلودونکی دی.
د مېرمنو لپاره دا مرکز په داسې مهال پرانیستل کیږی، چې د اوسنی سرپرست افغان حکومت له راتلو سره سم نړیوالو د ښځو حقونو د نقض په تړاو چارواکو باندې نیوکې او فشارونه زیات کړی دی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ