بایډن د امریکا معاصر تاریخ کې ناوړه ولسمشر اعلان شو

کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۱۷ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د یوې تازه نظر پوښتنې له مخې جوبایډن د امریکا په معاصر تاریخ کې تر ټولو بد ولسمشر پېژندل شوی.

دا نظر پوښتنه ټینګار کوی، چې د جو بایډن عمر له افغانستان څخه د ځواکونو د وېستلو څرنګوالی او له مکسیکو سره سرحدی ستونزې، هغه څه دی چې د ځواب ویونکو ترمنځ د پراخې ناخوښۍ لامل شوی.

د “ډیلی میل” او “جی ایل پارټنرز” ورځپاڼو د نظر.پوښتنې پایله چې ۱۶ سوه کسانو په ګډون سره ترسره شوې، ښیې چې جوبایډن د معاصرو امریکایی ولسمشرانو په کتار کې په ټېټه درجه کې دی.

د دې نظر پوښتنې له مخې جوبایډن د امریکا د پخوانی ولسمشر جیمی کارټر په پرتله هم بد دی.

جیمی کارټر چې په ۱۹۷۰ لسیزه کې د امریکا ولسمشر و، یو کال وروسته د لوړ انفلاسیون او له ایران څخه د امریکایی یرغمل شویو د خلاصون د ناکامې هڅې له امله له خپلې دندې استعفا وکړه.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.