معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / بدخشان ولایتي روغتون کې د نسایي ولادي څانګه بېرته فعاله شوه

بدخشان ولایتي روغتون کې د نسایي ولادي څانګه بېرته فعاله شوه

کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله  ۲۵ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د بدخشان ولایتي روغتون د نسايي ولادي ۶۰ بستریزه څانګه چې د روغتیا نړیوال سازمان د مالي ملاتړ د درېدو له امله درې میاشتې تړل شوې وه، بېرته د عامې روغتیا وزارت په مالي ملاتړ فعالیت پیل کړ

د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري مرستیال ویلي، دغه روغتون کې د سيټي سکن او د وینې ډیالیز ماشینونه هم تر نصبولو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.

د نوموړي په خبره د دغه دوو ماشینونو لګښت او کارکوونکو تنخواوې له دې وروسته د افغان حکومت له لوري ورکول کیږي.

د بدخشان ولایتي روغتون رییس ويلي، د نسايي ولادي ۶۰ بستریزې څانګې او سيټي سکن او د ویني هیموډیالیز ماشینونو فعالېدو سره به دغه روغتون کې ناروغانو ته ګڼې اسانتیاوې برابرې شي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس