کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله ۲۵ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د بدخشان ولایتی روغتون د نسایی ولادی ۶۰ بستریزه څانګه چې د روغتیا نړیوال سازمان د مالی ملاتړ د درېدو له امله درې میاشتې تړل شوې وه، بېرته د عامې روغتیا وزارت په مالی ملاتړ فعالیت پیل کړ
د عامې روغتیا وزارت مالی او اداری مرستیال ویلی، دغه روغتون کې د سیټی سکن او د وینې ډیالیز ماشینونه هم تر نصبولو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
د نوموړی په خبره د دغه دوو ماشینونو لګښت او کارکوونکو تنخواوې له دې وروسته د افغان حکومت له لوری ورکول کیږی.
د بدخشان ولایتی روغتون رییس ویلی، د نسایی ولادی ۶۰ بستریزې څانګې او سیټی سکن او د وینی هیموډیالیز ماشینونو فعالېدو سره به دغه روغتون کې ناروغانو ته ګڼې اسانتیاوې برابرې شی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ