کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/ سلواغه ۱۶ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د بدخشان ځایی چارواکو ویلی، چې د دغه ولایت په مرکز فېض آباد او بهارک ولسوالۍ کې د دوو ترافیکی پېښو له امله دوو تنو ژوند له لاسه ورکړی او اته تنه نور ژوبل دی.
د خبر پر بنسټ، د بدخشان د ترافیکو مدیریت مسوولینو ویلی، چې دا پېښې د فېض آباد ښار په پنځمه حوزه او د بهارک ولسوالۍ په قلاتک سیمه کې رامنځته شوې دی.
په دې وروستیو کې د هیواد په کچه ترافیکی پېښې زیاتې شوی، چې له امله یې ګڼو خلکو ته مرګ – ژوبله اوړی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ