معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / بدخشان کې د الوتونکو ښکار منع اعلان شو

بدخشان کې د الوتونکو ښکار منع اعلان شو

کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۳ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د بدخشان چاپېریال ساتنې ریاست ویلي، چې دغه ولایت کې د وحشي ژویو او الوتونکو ښکار په بشپړ ډول منع شو.

د دغه ریاست مسوولین وایي، له سرغړونکو سره به جدي او قانوني چلن وکړي.

بدخشان کې کمیابه وحشي ژویو په ځانګړي ډول مارکو پولو هوسیو او واورینو پړانګانو ته تل د بهرنیو سېلانیانو پام ور اوښتی.

د دغه ولایت ځینې اوسېدونکي د چاپېریال ساتنې ادارې له دې پرېکړې د ملاتړ ترڅنګ ویلي، دغه برخه کې به له مسوولینو سره همکاري وکړي.

په دې وروستیو کې د بدخشان د شکی ولسوالۍ اوسېدونکو قهوه يي خرس ښکار کړی و او له جسد سره یې یادګاري انځورونه اخیستي وو، چې سیمه‌ ییز مسوولین وايي، په دې تړاو یې دوه تنه نیولي دي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس