بدخشان کې د الوتونکو ښکار منع اعلان شو

کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۳ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د بدخشان چاپېریال ساتنې ریاست ویلی، چې دغه ولایت کې د وحشی ژویو او الوتونکو ښکار په بشپړ ډول منع شو.

د دغه ریاست مسوولین وایی، له سرغړونکو سره به جدی او قانونی چلن وکړی.

بدخشان کې کمیابه وحشی ژویو په ځانګړی ډول مارکو پولو هوسیو او واورینو پړانګانو ته تل د بهرنیو سېلانیانو پام ور اوښتی.

د دغه ولایت ځینې اوسېدونکی د چاپېریال ساتنې ادارې له دې پرېکړې د ملاتړ ترڅنګ ویلی، دغه برخه کې به له مسوولینو سره همکاری وکړی.

په دې وروستیو کې د بدخشان د شکی ولسوالۍ اوسېدونکو قهوه یی خرس ښکار کړی و او له جسد سره یې یادګاری انځورونه اخیستی وو، چې سیمه‌ ییز مسوولین وایی، په دې تړاو یې دوه تنه نیولی دی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.