کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۵ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د بدخشان امنیې قومندانۍ مسوولینو ویلی، چې د فیض آباد ـ بهارک پر لویه لار د یوې ترافیکی پېښې له امله ۶ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی.
د ځایی امنیتی مسوولینو په خبره دغه ترافیکی پېښه د فیضآباد – بهارک په خواجه عبدالله سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه، چې یو ویډز ډوله موټر له سړک څخه واوښت او د کوکچې سیند ته وغورځېد.
د دوی په خبره، په دې پېښه کې د بدخشان د محصلینو په ګډون ۶ تنو ژوند بایللی دی.
تېره اونۍ هم په همدې سیمه کې د یوې بلې ترافیکی پېښې له امله ۸ تنه د موټر له غورځېدو وروسته سیند ته لوېدلی وو، چې د څلورو کسانو جسدونه تر اوسه نه دی موندل شوی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ