معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / بدخشان کې د راغستان سرو زرو کان داوطلبۍ ته وړاندې شو

بدخشان کې د راغستان سرو زرو کان داوطلبۍ ته وړاندې شو

کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ ۱۲  نېټه):

د راپورونو له مخې د کانونو او پټرولیم وزارت ويلي، چې د بدخشان راغستان ولسوالۍ کې د سرو زرو د کان استخراج په شرایطو برابر د څلورو شرکتونو د طرحو تر ارزونې وروسته به یوه ګټونکي شرکت ته وسپاري.

د راپور بر بنسټ د دې وزارت سرپرست زیاته کړې، چې د دغه کان د استخراج موده ۳۰ کاله ټاکل شوې ده.

د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر دغه راز ويلي، چې د روزګان د فلورایډو او د کندهار او میدان وردګو د مرمرو د درې کانونو د استخراج پروسه یې هم خصوصي شرکتونو ته په قرارداد ورکړې ده.

له دې وړاندې هم د کانونو او پټرولیم وزارت ویلي وو، چې په روان کال کې د ۷ میلیارده ډالرو په ارزښت د ۵۳ کانونو د استخراج تړونونه له کورنیو او بهرنیو شرکتونو سره لاسلیک شوي دي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس