بدخشان کې د راغستان سرو زرو کان داوطلبۍ ته وړاندې شو

کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ ۱۲  نېټه):

د راپورونو له مخې د کانونو او پټرولیم وزارت ویلی، چې د بدخشان راغستان ولسوالۍ کې د سرو زرو د کان استخراج په شرایطو برابر د څلورو شرکتونو د طرحو تر ارزونې وروسته به یوه ګټونکی شرکت ته وسپاری.

د راپور بر بنسټ د دې وزارت سرپرست زیاته کړې، چې د دغه کان د استخراج موده ۳۰ کاله ټاکل شوې ده.

د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر دغه راز ویلی، چې د روزګان د فلورایډو او د کندهار او میدان وردګو د مرمرو د درې کانونو د استخراج پروسه یې هم خصوصی شرکتونو ته په قرارداد ورکړې ده.

له دې وړاندې هم د کانونو او پټرولیم وزارت ویلی وو، چې په روان کال کې د ۷ میلیارده ډالرو په ارزښت د ۵۳ کانونو د استخراج تړونونه له کورنیو او بهرنیو شرکتونو سره لاسلیک شوی دی.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.