کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۱۹مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې په بدخشان کې د امنیې قوماندانۍ مسوولینو ویلی، چې نننۍ چاودنې د فېضآباد په ښار کې درې پولیس وژلی او پنځه تنه نور یې ټپیان کړې دی.
د دې قوماندانۍ ویاند احسانالله کامګار په یوه خبرپاڼه کې هم څرګنده کړې، چې دا چاودنه نن ماسپښین د فېضآباد ښار د جوزګون په سیمه کې د پولیسو پر کاروان شوې ده.
د کامګار په وینا، چاودېدونکی مواد په یوه موټر سایکل کې ځای پرځای شوی وو.
دا چاودنه هغه مهال وشوه چې پولیس د کوکنارو د کروندو د له منځه وړلو لپاره روان وو.
تراوسه چا د دې چاودنې مسوولیت نه دی منلی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ