کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومی / جدی ۱۲ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې بدخشان کې د پنځه میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو لګولو نهه پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د بدخشان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولینو ویلی، چې په یادو پروژو کې د اوبو کانالونه، ترنابونه، د اوبو زېرمې او نورې اړوندې پروژې شاملې دی.
د معلوماتو له مخې، دا پروژې د افغان اید مؤسسې په مالی ملاتړ د یفتل ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې پلې شوې دی. د دغو پروژو په بشپړېدو سره به شاوخوا ۵۲۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه خړوبه شی.
د سیمې اوسېدونکی وایی، دا پروژې به د کرنیزو محصولاتو په زیاتېدو او د سیمې د کروندګرو اقتصادی حالت په ښه کېدو کې مهم رول ولوبوی.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ