بدخشان کې د ۱۵ کیلومتره سړک جوړولو چارې پیل شوې

کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۱۳ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د بدخشان په کوف آب ولسوالۍ کې د یو میلیون افغانیو په لګښت د ۱۵ کیلومتره نوی سړک د جوړولو چارې پیل شوې.

د بدخشان ولایتی مسوولینو ویلی، د دغه ولایت په کوف آب ولسوالۍ کې د یوه ملی سوداګر په مالی ملاتړ د ۱۵ کیلو متره په اوږدوالی او ۷ متره په سور د یوه سړک د رغولو چارې پیل شوې.

د سیمې خلک بیا وایی، د دغه سړک په جوړېدو سره به د یادې ولسوالۍ د خلکو د تګ – راتګ په برخه کې ستونزې حل او په دغه برخه کې به ورته ګڼې اسانتیاوې رامنځته شی.

هغوی وایی، د سړک په جوړېدو سره به کروندګر وکولی شی خپل کرنیز محصولات په اسانۍ سره بازار ته ورسوی، چې دا به د اقتصادی ودې او سیمه ییز پرمختګ لپاره اغېزمن وی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.