معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / بدخشان کې د ۳ لکه ۸۵ زره ډالرو په لګښت د یوه ښوونځي ودانۍ ګټې اخستنې ته وسپارل شوه

بدخشان کې د ۳ لکه ۸۵ زره ډالرو په لګښت د یوه ښوونځي ودانۍ ګټې اخستنې ته وسپارل شوه

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/ مرغومي۲۱ مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د بدخشان ولایت ځایي چارواکو ویلي، چې د دغه ولایت په شغنان ولسوالۍ کې د ۳لکه ۸۵ زره ډالرو په لګښت د یوه ښوونځي ته ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د خبر پر بنسټ، د شغنان ولسوال ویلي چې دغه ودانۍ په درمارخت سیمه کې د اغاخان بنسټ او آلمان هېواد له لوري رغول شوې ده.

دغه جوړه شوې وداني چې ۸ ټولګي، یوه اداري خونه، یو کمپیوټر لېب او د لابراتوار خونه لري، چارې یې د شاوخوا دریو میاشتو په موده کې بشپړې شوې.

د سیمې اوسېدونکي د دې ښوونځي ودانۍ په جوړېدو خوښي څرکندوي او د دې ته ورته نورو رغنیزو پروژو د پلي کولو غوښتونکي دي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس