بدخشان کې د ۳ لکه ۸۵ زره ډالرو په لګښت د یوه ښوونځی ودانۍ ګټې اخستنې ته وسپارل شوه

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/ مرغومی۲۱ مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د بدخشان ولایت ځایی چارواکو ویلی، چې د دغه ولایت په شغنان ولسوالۍ کې د ۳لکه ۸۵ زره ډالرو په لګښت د یوه ښوونځی ته ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د خبر پر بنسټ، د شغنان ولسوال ویلی چې دغه ودانۍ په درمارخت سیمه کې د اغاخان بنسټ او آلمان هېواد له لوری رغول شوې ده.

دغه جوړه شوې ودانی چې ۸ ټولګی، یوه اداری خونه، یو کمپیوټر لېب او د لابراتوار خونه لری، چارې یې د شاوخوا دریو میاشتو په موده کې بشپړې شوې.

د سیمې اوسېدونکی د دې ښوونځی ودانۍ په جوړېدو خوښی څرکندوی او د دې ته ورته نورو رغنیزو پروژو د پلی کولو غوښتونکی دی.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.