کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۲۸ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د نړۍ شلو سترو اقتصاد لرونکو هېوادونو او اروپایی ټولنې مشران به د جی۲۰ سرمشریزې په ترڅ کې د پایداره پرمختګ، انرژۍ او د لوږې پر وړاندې د نړیوال اتحاد رامنځته کولو پر موضوعاتو تمرکز وکړی.
له دې سرمشریزې وړاندې د چاپېریال ساتنې فعالانو په برازیل کې اعتراضی غونډو له لارې د اقلیمی بدلون پر وړاندې د جدی مبارزې غوښتنه وکړه.
سپینې ماڼۍ ویلی، امریکا د اقلیمی بدلون پر وړاندې د مبارزې لپاره په روان کال کې خپلې مرستې ۱۱ میلیاردو ډالرو ته لوړې کړې دی.
د امریکا ولسمشر جوبایډن تېره ورځ د امازوناس ښار ته سفر وکړ، چېرته چې د نړۍ تر ټولو لوی ځنګل امازون موقعیت لری.
ټاکل شوې چې بایډن به نن دوشنبه د ریو دی جینیرو ښار ته سفر وکړی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ