معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / برلین او بُن کې افغان ډیپلوماتانو له دندو استعفاوې وکړې

برلین او بُن کې افغان ډیپلوماتانو له دندو استعفاوې وکړې

کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۲۹ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې په جرمني کې د افغانستان سفیر یما یاري او په بُن کې جنرال کونسل سید لطف‌‌‌الله سادات له خپلو دندو استعفاوې کړي.

یما یاري په یوه رسمي بیان کې ویلي، چې د اصولو لمخې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د سفیر په توګه له خپلې دندې لاس اخلي او اداري چارې به خپلو همکارانو ته وسپاري.

په همدې ډول، سید لطف‌الله سادات هم ویلي، چې د کوربه هېواد په غوښتنه او د کونسلي فعالیتونو د دوام لپاره یې دا پرېکړه کړې ده.

د جرمني یوه پخواني افغان ډیپلومات، چې لا هم له اوسنیو ډیپلوماتانو سره اړیکې لري، ویلي چې د جرمني د بهرنیو چارو وزارت له دواړو ډیپلوماتانو څخه د استعفاء غوښتنه کړې وه.

وروسته له هغه چې اوسني حکومت د افغانستان د لسو ډیپلوماتیکو استازولیو چارې بې‌اعتباره اعلان کړې، په څو هېوادونو کې د افغانستان استازولۍ د کوربه هېوادونو د غوښتنې پر بنسټ تړل شوې دي.

د دې مسایلو په اړه لا د جرمني او اوسني افغان حکومتونو رسمي دریځ نه دی څرګند کړی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس