برلین او بُن کې افغان ډیپلوماتانو له دندو استعفاوې وکړې

کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۲۹ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې په جرمنی کې د افغانستان سفیر یما یاری او په بُن کې جنرال کونسل سید لطف‌‌‌الله سادات له خپلو دندو استعفاوې کړی.

یما یاری په یوه رسمی بیان کې ویلی، چې د اصولو لمخې د افغانستان د اسلامی جمهوریت د سفیر په توګه له خپلې دندې لاس اخلی او اداری چارې به خپلو همکارانو ته وسپاری.

په همدې ډول، سید لطف‌الله سادات هم ویلی، چې د کوربه هېواد په غوښتنه او د کونسلی فعالیتونو د دوام لپاره یې دا پرېکړه کړې ده.

د جرمنی یوه پخوانی افغان ډیپلومات، چې لا هم له اوسنیو ډیپلوماتانو سره اړیکې لری، ویلی چې د جرمنی د بهرنیو چارو وزارت له دواړو ډیپلوماتانو څخه د استعفاء غوښتنه کړې وه.

وروسته له هغه چې اوسنی حکومت د افغانستان د لسو ډیپلوماتیکو استازولیو چارې بې‌اعتباره اعلان کړې، په څو هېوادونو کې د افغانستان استازولۍ د کوربه هېوادونو د غوښتنې پر بنسټ تړل شوې دی.

د دې مسایلو په اړه لا د جرمنی او اوسنی افغان حکومتونو رسمی دریځ نه دی څرګند کړی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.