ګهځ: نن دوشنبه (د کب ۱۶مه او د مارچ ۷مه نېټه ده) د افغانستان د برښنا شرکت وایی، ډېر ژر به د زرغون کابل د صنعتکارانو ټولنې د برښنا ستونزه هواره کړی.
د افغانستان برښنا شرکت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلی دی چې د برښنا شرکت د سوداګریزې برخې مشر عبدالرحمان رحمانی د زرغون کابل ټولنې له صنعتکارانو سره په لیدنه کې وویل چې صنعت د هېواد په پرمختګ کې مهم رول لری او د افغانستان د اسلامی امارت حکومت او د افغانستان برښنا شرکت ژمن دی چې د صنعتکارانو د برښنا ستونزه هواره کړی.
په دې لیدنه کې د زرغون کابل د صنعتکارانو ټولنې غړو وویل چې د برښنا د نشتوالی له امله ډېرې کارخونې تړل شوی او په سلګونو هغه کسان چې په دې کارخونو کې یې کار کاوه، اوزګار شوی دی.
د زرغون کابل د صنعتکارانو ټولنه د خوراکی توکو د تولید، د درمل جوړولو، پلاستیکی وسایلو او تخنیکی وسایلو په برخو کې فعالېت کوی.
تر دې مخکې د کابل، ننګرهار او خوست د صنعتی پارکونو صنعتکارانو هم د برښنا د نشتوالی له امله شکایت کړی و.
ــــــــــــــــــــــــــــ
گهیځ