ګهیځ نیوز: نن چهارشنبه (د وری ۱۰مه او د مارچ ۳۰مه نېټه ده) بریټانیا د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو په نوښت د بسپنې د نړیوالې غونډې له جوړېدو یوه ورځ مخکې افغانانو ته د خوړو د برابرولو په موخه د ۳۷۴ ملیون ډالرو مرستې اعلان وکړ.
د غونډې تنظیموونکی هیله لری چې مرستندوی هېوادونه به له افغانستان سره د ۴،۴ میلیارده ډالره مرستو ژمنه وکړی.
د ملګرو ملتونو ویاند یینس لاییرک پرون ویلی چې دا مرستې به پر افغانستان واکمن حکومت ته نه، بلکې د مرستندویو موسسو له لارې ولګول شی.
گهیځ