ګهیځ: نن چهارشنبه (د سلواغې ۲۷مه) د بریټانیا حکومت ویلی چې راتلونکې میاشت د ملګرو ملتونو سره یوځای له افغانستان سره د نړیوالو مرستو د ترلاسه کیدو د یوه کنفرانس کوربه توب کوی.
رویټرز خبری آژانیس راپور ورکړی چې د دغه کنفرانس موخه په افغانستان کې د بشری کړکېچ کموالی دی.
ټاکل شوې چې دا کنفرانس به د ۲۰۲۲ کال په مارچ میاشت کې په انلاین شکل جوړ شی.
تمه کېږی چې د افغانستان لپاره به ۴.۴ میلیارده ډالره مالی مرسته ترلاسه کړی.
دا په نړۍ کې تر ټولو ستر مالی رقم دی چې د یوه هیواد لپاره غوښتل کیږی.
گهیځ