کابل/ګهیځ: نن دوشنبه (د تلې/میزان ۱۸مه او د اکټوبر ۱۰مه نېټه ده) بریټانیې تر دوه میاشتنی ځڼډ وروسته په مشروط ډول افغانانو ته د خپلو تحصیلی بورسونو لړۍ له بیا پیلېدو خبر ورکړی.
د بریټانیې حکومت او د دغه هیواد د تحصیلی بورسونو پروګرام هغه افغانانو ته د خپلو تحصیلی بورسونو ورکولو بهیر له بیا پیلېدو خبر ورکړی، چې په درېیم هېواد کې ژوند کوی.
د یاد پروګرام په ویب پاڼه کې راغلی چې په شرایطو برابر افغانان کولی شی د ۲۰۲۳ او ۲۰۲۴ تحصیلی کلونونو لپاره خپل غوښتنلیکونه وسپاری.
د برېټانیې د بورسونو دغې نړیوالې ادارې ویلی د هغو افغانانو د امنیت او خوندیتوب په اړه چې په افغانستان کې اوسیږی، ژمنه ده.
د برېټانیې حکومت او د دغه هیواد د تحصیلی بورسونو پروګرام په ۱۹۸۳ میلادی کال کې پیل شوی او د هغو بهرنیو محصلینو لپاره چې مدیریتی او رهبرۍ وړتیا ولری، په برېټانیه کې د زده کړو شرایط ورته برابروی.
گهیځ