کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۳ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د روسیې ولسمشر ولادمیر پوټین د دغه هېواد کازان ښار کې د برېکس غونډې پر مهال د برېکس ډیزاین شوي پولي واحد سلګون نوټ، د شاوخوا ۶۰ هېوادونو مشرانو ته ښودلی.
برېکس نیوز په نوم یوې روسي رسنۍ د برېکس ډیزاین شوی پولي واحد نشر کړی، چې د افغانستان درې رنګه بیرغ او د اسـ ـلامـ ـي امـ ـارت نوم هم په کې شتون لري.
روسي رسنیو لیکلي، چې برېکس پولي واحد به راتلونکي کې د ډالرو ځای ونیسي.
بريکس بلاک چې روسيه او چین يې رهبري کوي، له خپلو متحدینو سره يو ځای د سویفټ په مقابل کې د يو نوي مالي سيستم وړاندې کولو هڅه پیل کړې، چې په وينا يې د دوی متحدين به د امريکا د مالي سيستم له فشار څخه وژغوري.
د بريکس کرنسي په جوړښت کې ۴۰ سلنه سره زر او ۶۰ سلنه د محلي کرنسيو له موادو څخه استفاده شوې ده.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/