بریکس سازمان د ډالرو په مقابل کې خپل پولی واحد رسنیز کړ

کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب  ۳ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې ‏د روسیې ولسمشر ولادمیر پوټین د دغه هېواد کازان ښار کې د برېکس غونډې پر مهال د برېکس ډیزاین شوی پولی واحد سلګون نوټ، د شاوخوا ۶۰ هېوادونو مشرانو ته ښودلی.

‏برېکس نیوز په نوم یوې روسی رسنۍ د برېکس ډیزاین شوی پولی واحد نشر کړی، چې د افغانستان درې رنګه بیرغ او د اسـ ـلامـ ـی امـ ـارت نوم هم په کې شتون لری.

‏روسی رسنیو لیکلی، چې برېکس پولی واحد به راتلونکی کې د ډالرو ځای ونیسی.

بریکس بلاک چې روسیه او چین یې رهبری کوی، له خپلو متحدینو سره یو ځای د سویفټ په مقابل کې د یو نوی مالی سیستم وړاندې کولو هڅه پیل کړې، چې په وینا یې د دوی متحدین به د امریکا د مالی سیستم له فشار څخه وژغوری.

د بریکس کرنسی په جوړښت کې ۴۰‌ سلنه سره زر او ۶۰‌ سلنه د محلی کرنسیو له موادو څخه استفاده شوې ده.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.