معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / برېټانیا له افغانستان سره د ماین پاکۍ برخه کې ۵.۵ میلیونه پونډو مرسته کړې

برېټانیا له افغانستان سره د ماین پاکۍ برخه کې ۵.۵ میلیونه پونډو مرسته کړې

کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ  ۱۸  نېټه):

د راپورونو له مخې په افغانستان کې د برېټانيا سفارت چې په دوحه کې فعاليت کوي، اعلان کړی چې په افغانستان کې يې د ماين پاکولو لپاره پنځه نيم ميليونه پونډه مرسته کړې ده.

د دغه سفارت د معلوماتو له مخې، د هلوټرسټ ماین پاکۍ موسسې په دې مرسته یې زیاته برخه ځمکه له ماینونو پاکه کړې ده.

د پېښو پر وړاندې د مبارزې وزیر د ماین پاکۍ له نړیوالې موسسې هلوټرست څخه غوښتي، چې کابل ولایت د خپلو خدماتو په لومړیتوب کې ونیسي.

هغه د هلوټرسټ مؤسسې له مشر جیمز میشاییل کاونس سره په لیدنه کې د کابل ولایت ماین پاکي بیړنۍ اړتیا ګڼلې وه.

په افغانستان کې د روسانو د یرغل له مهال راهیسې تر ننه د پاتې شویو ځمکنیو ماینونو د ګڼ شمېر افغانانو ژوند اخیستی دی.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس