کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ ۱۸ نېټه):
د راپورونو له مخې په افغانستان کې د برېټانیا سفارت چې په دوحه کې فعالیت کوی، اعلان کړی چې په افغانستان کې یې د ماین پاکولو لپاره پنځه نیم میلیونه پونډه مرسته کړې ده.
د دغه سفارت د معلوماتو له مخې، د هلوټرسټ ماین پاکۍ موسسې په دې مرسته یې زیاته برخه ځمکه له ماینونو پاکه کړې ده.
د پېښو پر وړاندې د مبارزې وزیر د ماین پاکۍ له نړیوالې موسسې هلوټرست څخه غوښتی، چې کابل ولایت د خپلو خدماتو په لومړیتوب کې ونیسی.
هغه د هلوټرسټ مؤسسې له مشر جیمز میشاییل کاونس سره په لیدنه کې د کابل ولایت ماین پاکی بیړنۍ اړتیا ګڼلې وه.
په افغانستان کې د روسانو د یرغل له مهال راهیسې تر ننه د پاتې شویو ځمکنیو ماینونو د ګڼ شمېر افغانانو ژوند اخیستی دی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ