پر افغانستان د امریکایانو له پوځی یرغل سره سم که له یوې خوا افغانستان ته د نړیوالو پاملرنه زیاته شوه، بل خوا پر خوارو او جګړه ځپلیو افغانانو د امریکا او متحدینو له خوا ځینې داسې شیان هم وتپل شول چې نه د افغانانو په خوښه وو او نه هم په ګټه.
د دې ډول کارونو له ډلې که په اقتصادی ډګر کې پر افغانستان باندې د آزاد بازار اقتصادی نظام تپل ؤ، بل اړخ ته په افغانستان کې د شته او بهېدونکو اوبو او نورو طبیعی زېرمو څخه د انرژۍ او برېښنا تولید ؤ چې په تېرو څه باندې دوه لسیزو کې د خوارو افغانانو دا ستونزه حل نشوه او لا هم افغانان پرې کړیږی.
په تېرو دوه، دوه نیمو لسیزو کې افغانانو په پرله پسې ډول نه یوازې په لس هاوو زره ډالره له منځنۍ آسیا څخه د اخیستل شوې برېښنا بیه پرې کړه، بلکې د هېواد والو د برېښنا ستونزه هم هماغه د شلو کلو پخوا په څېر، پر ځای پاتې شوه او لا تر اوسه هم حل نشوه.
په افغانستان کې تر ستر سیاسی بدلون وروسته چې جمهوریت او نیم خپلواکه جمهور رییس واکونو پکې سرونه وخوړل او تر شل کلن پوځی او سیاسی حضور وروسته دلته مېشت امریکایی یرغلګر وتښتېدل، د ګڼو ستونزو او نا خوالو ترڅنګ یې د برېښنا ستونزه هم خوارو افغانانو ته په میراث پرېښوده.
په تېرو دوه، دوه نیمو لسیزو کې که یوې خوا په افغانستان کې د پردیو تپل شوې جګړه روانه وه، بل خوا د ډېرو نورو ناخوالو او ستونزو ترڅنګ، افغانان د وارداتی نظام او وارداتی برېښنا له ستونزو سره لاس او ګریوان وو او د هېواد اتیا سلنه د اړتیا وړ برېښنا مو له ازبکستان، تاجکستان، ترکمنستان او ایران څخه په بیه را واردوله چې دلته د امریکایی نظام تر سقوط یو نیم کال وروسته هم لا افغانان له دغې ستونزې سره لاس او ګرېوان دی.
که څه هم په هېواد کې د جمهوریت تر سقوط او له هېواده د یرغلګرو امریکایانو تر وتلو وروسته په لومړی سر کې اټکل کېده چې کېدای شی تر سیاسی بدلون وروسته د منځنۍ آسیا برېښنا صادروونکی هېوادونه د برېښنا د پلور په اړه پر خپلو ژمنو ونه دریږی، اما یا د ګټې په خاطر یا هم د نورو سیاسی لاملونو له امله دغه هېوادونه بیا هم افغانستان ته د برېښنا پر صادرلو راضی شول.
خو د دې سره – سره بیا هم خوار افغان ولس هم د دې وارداتی برېښنا له فیضه محروم دی او هم له خپل تولید څخه؛ او دا دی د سږ کال د ساړه ژمی، د وزګارتیا کچې د بې ساری زیاتېدو، د خوراکی او سون توکو د بیو د بې کچې لوړېدو او ګڼو نورو ستونزو سره – سره د برېښنا نه شتون ستونزې هم ګالی.
په کابل کې د افغان برېښنا شرکت د یوه چارواکی په خبره چې اوسمهال افغانستان ته د ازبکستان له ۴۲۰ میګاواټه قراردادی برېښنا څخه یوازې ۵۰ میګاوټه برېښنا راځی او دا اندازه برېښنا د افغانستان د لویو ښارونو ستونزه نشی هوارولی.
د افغان برېښنا شرکت د چارواکو په وینا ازبکستان کې د اقلیمی بدلون له امله دغه هېواد کې د ګازو تولیدکم شوی او دا د دې سبب شو چې دغه هېواد لږه برېښنا تولید کړی چې دغه کار افغانستان ته پر راوارېدونکې برېښنا هم منفی اغېز کړی دی.
بل خوا افغانستان ته د وارداتی برېښنا د کچې کمښت د خلکو د ژوند په هر ډګر کې ستونزې زېږولې او د دې ولس نا خوالې یې لا پسې زیاتې کړې دی، آن تر دې چې د اقتصادی چارو یو شمېر کار پوهان پدې اند دی چې د برېښنا پرله پسې نشتوالی نه یوازې د عامو افغانانو، بلکې د هېواد صنعت ته هم لوی زیان رسولی دی.
د هېواد د اقتصادی چارو یو شمېر کارپوهان وایی چې د برېښنا پرله پسې نه شتون په افغانستان کې شاوخوا شپږ زره وړې او لویې تولیدی فابریکې اغېزمنې کړی او کېدای شی تر ۴۰۰زره ډېر خلک هم د وزګارتوب له ګواښ سره مخ کړی.
دې ټولو نا خوالو او کړکیچونو ته په کتو هغه څه چې خوار او جګړه ځپلی افغانان توقع لری دادی تر څو د افغانستان په درد درمن کار پوهان او چارواکی له یو بل سره لاس ورکړی او تر ټولو لومړی د افغانستان له طبیعی منابعو او په تېره بیا ګاونډیو ته له بهېدونکو اوبو څخه په استفادې، پردیو او ګاونډیو ته تل اوږد شوی لاس را لنډ کړی.
پرته له شکه چې زمونږ جګړه ځپلی هېواد او تل په فقر او نیستۍ کې ساتل شوی ولس د ژوند په هره برخه کې ستونزې لری او هر ډګر ته یې پاملرنه په کار ده، بل خوا هرې ستونزې او هرې نا خوالې ته یې پاملرنه ډېر زیار او کافی وخت ته هم اړتیا لری، خو هغه مشهور متل دی چې که ” زړه وسوزی له ړندې سترګې هم اوښکه راځی!”.
که چېرې مو ولس او چارواکی د لومړیتوبونو سره سم او عادلانه مهال وېش ولری او د هېواد اړتیاوو لومړیتوبونو ته د ولس له سترګو وګوری نه د پردیو او ګاونډیانو له سترګو، نه یوازې دا د برېښنا ستونزه چې ګڼې نورې ستونزې او نا خوالې به هم حل شی. پدې هیله چې نور پر خپلو مټو متکی هېواد او پر لومړیتوبونو پوه چارواکی ولرو.
“پای”
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو او تبصرو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164
گهیځ