کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمری ۳ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د افغانستان برېښنا شرکت مسوولینو، ملت ته د دولت حساب ورکولو پروګرام کې ویلی، چې دغه شرکت په تېر یوه کال کې له پېرودونکو څخه څه دپاسه ۳۳ میلیارده افغانۍ عواید راټول کړی دی.
د راپور پر بنسټ، د یاد شرکت د مسوولینو په وینا په تېر یوه کال کې څه دپاسه ۴۶ زره میترونه د برېښنا په سیستم کې ثبت شوی دی.
دغه راز مسوولینو ویلی، چې په تېر یوه کال کې څه دپاسه ۷۰ زره میتر له انالوګ په ډیجیټل ته بدل شوی دی.
د برېښنا شرکت مسوولینو همدارنګه ویلی، چې دغه شرکت په تېر یوه کال کې په کابل، ننګرهار، پروان او بغلان کې ۱۴۹۶ جریبه ځمکه د غاصبینو له منګولو خلاصه کړې ده.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ