ګهیځ: نن شنبه (د سلواغې ۹مه) د افغانستان برېښنا شرکت وایی چې د افغانستان او ترکمنستان برېښنا او چلیک ترکی شرکتونو ترمنځ له ۱۱۰ څخه ۲۲۰ ته د نور الجهاد سب سټېشن د پراختیا تړون لاسلیک شوی دی.
د یاد شرکت د معلوماتو له مخې، دغه راز د ټاپ د ۵۰۰ کیلوولټ برېښنا لېږدونکی مزی پروژې په اړه هم هر اړخیزې خبرې اترې شوې دی.
دغه شرکت زیاتوی چې د برېښنا شرکت د رهبری او اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر له لوری ټنیګار شوی دی چې د شبرغان-دشت الوان د ۵۰۰ کیلوولټ مزی غځولو کار باید ژر تر ژره بشپړ شی.
د یادونې ده چې د اوبو انرژۍ سرپرست وزیر مخکې تر دې هم په هېواد کې د پاتې شویو نیمګړو پروژو د بشپړولو خبره کړې وه او زیاته کړې یې وه چې دوی به د هېوادوالو د اسانتیا لپاره هیڅ راز هڅې ونه سپموی.
گهیځ