د برېښنا شرکت وایی، د برېښنا له پوروړو د پورونو د راټولولو لپاره یې یوه نوې کړنلاره جوړه کړې ده.
د برېښنا شرکت ویاند حکمت الله نورزی نن سې شنبه (د لېندۍ ۲مه) رسنیو ته وویل چې کړنلاره یې د اسلامی امارت له رییس الوزرا مولوی محمد حسن اخُند سره هم شریک کړی او د هغه له تایید وروسته به د همدغې کړنلارې پر بنسټ له هغو کسانو سره چلند کېږی چې د برېښنا د بلونو پوروړی دی.
ښاغلی نورزی زیاته کړې، هغو کسانو چې په تېرو ورځو کې خپل پورونه پری کړی، د برېښنا تارونه یې بېرته تړل شوی دی.
نومړی ونه ویل چې برېښنا شرکت تر دې دمه له خپلو پوروړو څومره پورونه راټول کړی دی خو دغه شرکت چارواکی وایی چې پر خلکو یې شاوخوا ۲۴ میلیارده افغانۍ پور دی.
گهیځ