برېښنا شرکت د چک جمهوریت له شرکت سره د برېښنا تولید هوکړه لیک لاسلیک کړه

کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۴ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان برېښنا شرکت عمومی اجراییوی رییس، ډاکټر عبدالباری عمر او د چک جمهوریت د برېښنا تجهیزاتو تولید او عصری سیسټمونو جوړولو شرکت مسوول ډیویډ ویټیک د برېښنا تولید په برخه کې د پانګونې ګډ هوکړه لیک لاسلیک کړ.

د برېښنا شرکت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلی، چې د دې هوکړه لیک له مخې به د چک هېواد په افغانستان کې د برېښنا په تولید کې پانګونه وکړی.

د هوکړه لیک له مخې به نه یوازې د برېښنا تولید بلکې د تخنیکی برخو کې د پرمختګ او پانګونې لپاره هم کار کیږی، څو د افغانستان د انرژۍ سکتور لا پرمختګ وکړی او د خلکو اړتیاوې په غوره توګه پوره شی.

د مسوولینو په وینا دا هوکړه لیک د افغانستان لپاره د انرژۍ په برخه کې د نړیوالو همکاریو د پراختیا او د داخلی انرژۍ تولید د پیاوړتیا په لور مهم ګام دی.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.