معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / برېښنا شرکت په یو شمېر ولایاتو کې د برېښنایي پرچاوۍ د ډېرښت خبر ورکړ

برېښنا شرکت په یو شمېر ولایاتو کې د برېښنایي پرچاوۍ د ډېرښت خبر ورکړ

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/ کب لومړۍ نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د برېښنا شرکت په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې له ازبکستانه د افغانستان وارداتي برېښنا به په هېواد کې د تخنیکي ستونزو له امله ۵۰ سلنه کموالی پيدا کړي.

په دې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د کابل، خلم او خنجان د سب‌ سټېشنونو سربېره د دغې ستونزې په لړ کې به د سمنګان، پروان، کاپيسا، پنجشېر، ننګرهار، لغمان، غزني، مېدان وردګ، لوګر، پکتیا او خوست ولایتونو کې هم د برېښنا پرچاوۍ زیاتې شي.

 افغانستان چې ډېری برخه برېښنا یې وارداتي ده، اکثره وخت د پلازمېنې کابل په شمول نور ګن ولایتونه هم د برېښنا له پرچاوی سره مخ وي، خو د ژمي پر مهال بیا دا ستونزه تر نورو وختونو ډېریږي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس