کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/ کب لومړۍ نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د برېښنا شرکت په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلی، چې له ازبکستانه د افغانستان وارداتی برېښنا به په هېواد کې د تخنیکی ستونزو له امله ۵۰ سلنه کموالی پیدا کړی.
په دې خبرپاڼه کې ویل شوی چې د کابل، خلم او خنجان د سب سټېشنونو سربېره د دغې ستونزې په لړ کې به د سمنګان، پروان، کاپیسا، پنجشېر، ننګرهار، لغمان، غزنی، مېدان وردګ، لوګر، پکتیا او خوست ولایتونو کې هم د برېښنا پرچاوۍ زیاتې شی.
افغانستان چې ډېری برخه برېښنا یې وارداتی ده، اکثره وخت د پلازمېنې کابل په شمول نور ګن ولایتونه هم د برېښنا له پرچاوی سره مخ وی، خو د ژمی پر مهال بیا دا ستونزه تر نورو وختونو ډېریږی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ