کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/ سلواغه ۲۸ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د برېښنا شرکت مسوولینو ویلی، چې په تېرو دوو کلونو کې له یو شمېر سیاسی څېرو او زورواکو نږدې ۱۸۰ میلیونه افغانۍ پورونه راټول کړی دی.
د دغه شرکت ویاند که څه هم د هغه چا نوم نه دی اخیستی چې خپل پورونه یې نه دی پرې کړی، خو د دغو پوروړلو د پورونو له راټولولو یې ډاډ ورکړی دی.
د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکی د برېښنا شرکت له دغه اقدامه هرکلی کوی او زیاتوی، چې له پوروړو سره باید جدی چلند وشی.
د اقتصادی چارو یو شمېر شنوونکی بیا پر دې باور دی، چې په رڼه توګه د پورونو راټولول به له نورو هېوادونو د برېښنا د وارداتو په زیاتوالی کې هم ګټور تمام شی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ