کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۱۴ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د بغلان کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو ریاست مسوولینو ویلی، چې د مشرتابه د فرمان له مخې د مرکزی بغلان په چمقلا سیمه کې د صنعتی ښارګوټی لپاره زر جریبه ځمکه ځانګړې شوه.
چارواکی زیاتوی، چې د یادې ځمکې ځانګړنه د صنعتی ودې، تولیدی فعالیتونو پراختیا او د اقتصادی پرمختګ په موخه ترسره شوې ده.
له دې وړاندې هم په یو شمېر ولایتونو کې د صنعتی ښارګوټو لپاره ځمکې ځانګړې شوې وې او لا هم په ځینو ولایتونو کې د صنعتی ښارګوټو لپاره د ځمکو د تثبیت بهیر روان دی.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ