بغلان کې د ټرافیکی پېښې له امله یو تن مړ او اووه نور ژوبل شول

کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولی ۱۶مه نېټه):
د راپورونو له مخې د بغلان د ترافیکو عمومی مدیریت مسوولینو ویلی، چې د شمالی سالنګ په شاول سیمه کې د کابل_پلخمری پر لاره د یوه پکنیک موټر د چپه کېدو له امله یو تن ژوند د لاسه ورکړی او اووه نور ژوبل دی.
د دغه ولایت د ټرافیکو عمومی مدیر وایی، دغه پېښه کې یوه مېرمن مړه شوې او د یوې ښځې او ۵ ماشومانو په ګډون ۷ تنه ټپیان شوی دی.
په ورته مهال د بغلان د ولایتی روغتون آمر ډاکتر شاه ولی احمدزی د ټپیانو روغتیایی حالت د ډاډ وړنه بولی او وایی، چې له لومړنیو مرستو وروسته ټول ټپیان د کندز حوزوی روغتون ته لېږدول شوی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.