کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومي / جدی ۳ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې بغلان کې د پلخمري ښار امنیت ټینګښت په موخه د کورنیو چارو وزارت په مالي ملاتړ د نږدې ۲۰ میلیونه افغانیو په لګښت ۳۵۰ امنیتي کمرې نصب شوې.
د امنیتي کمرو د څارنې او ساتنې مسوول ویلي، دغه کمرې د جنایي جرمونو، غلاوو او د مجرمینو د پېژندنې په موخه نصب شوې دي.
نوموړي زیاته کړې چې دا پروژه د ښار امنیت د لا ښه والي لپاره عملي شوې او تمه کیږي چې د جرمونو مخنیوي کې اغېزمن رول ولوبوي.
دا لومړی ځل دی چې په پلخمري ښار کې د دې ډول پرمختللو امنیتي کمرو شبکه رامنځته کیږي.
چارواکي هیله څرګندوي چې د دې نوښت په مرسته به په ښار کې د جنایي پېښو کچه راټیټه او د خلکو ژوند به ورسره لا نور خوندي شي.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/