کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومی / جدی ۳ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې بغلان کې د پلخمری ښار امنیت ټینګښت په موخه د کورنیو چارو وزارت په مالی ملاتړ د نږدې ۲۰ میلیونه افغانیو په لګښت ۳۵۰ امنیتی کمرې نصب شوې.
د امنیتی کمرو د څارنې او ساتنې مسوول ویلی، دغه کمرې د جنایی جرمونو، غلاوو او د مجرمینو د پېژندنې په موخه نصب شوې دی.
نوموړی زیاته کړې چې دا پروژه د ښار امنیت د لا ښه والی لپاره عملی شوې او تمه کیږی چې د جرمونو مخنیوی کې اغېزمن رول ولوبوی.
دا لومړی ځل دی چې په پلخمری ښار کې د دې ډول پرمختللو امنیتی کمرو شبکه رامنځته کیږی.
چارواکی هیله څرګندوی چې د دې نوښت په مرسته به په ښار کې د جنایی پېښو کچه راټیټه او د خلکو ژوند به ورسره لا نور خوندی شی.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ